د جمهور رئیس بوش وروستي خبري کنفرانس

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش په خپله اته کلنه دوره کې د خپلو پریکړو دفاع وکړه او د راتلونکې جمهور رئیس لپاره یې د ښو هیلو څرگندونه وکړه.

جمهور رئیس جورج بوش به کله له ځانه سخته دفاع وکړه او کله به یې حوصله تنگه شوه.

هغه د خپلې دورې او د راتلونکې جمهور رئیس بارک اوباما د سترو چیلنجونو په اړه وویل: "د راتلونکې جمهور رئیس او د هغه نه د وروستیو جمهور رئیسانو لپاره به د سملاسي پاملرنې غوښتونکې مسله هغه وي که چیري زموږ پر هیواد باندې برید وشي"

د جمهور رئیس بوش نه وپوښتل شول چې هغه په دوه زره دویم کال کې په خپله ملي وینا کې ایران، شمالي کوریا او عراق شیطاني قوتونه بللي ول او د هغه بهرنی سیاست په همدې پرنسیپ ولاړ وو.

ښاغلي بوش وویل ایران اوس هم خطرناک دی او شمالي کوریا لا هم یوه ستونزه ده. خو عراق ته یې یو بری وباله او عراق ته یې د نورو ځواکونو استول یوه بریالی پریکړه وبلله.

بوش: " اوس پوښتنه دا ده چې په راتلونکې کې به د عراق دیموکراتیک سیستم څومره بریالی وي؟ دا په راتلونکو جمهور رئیسانو پورې اړه لري"

په غزه کې خونړۍ جگړه روانه ده خو ښاغلي بوش په منځني ختیځ کې د خپلې پالیسی دفاع وکړه. هغه زیاته کړه چې د جگړې ختمیدل غواړي خو په دې یې فشار واچوو چې تر هغې پورې هیڅ هم نه شي کیدلی چې حماس په اسرائیل باندې راکټي بریدونه نه یې بند کړې.

بوش: "که حماس راکټي بریدونو ته دوام ورکړې هیڅ کله به پایداره اوربند ټینگ نه شي. زما په باور خوښه د حماس ده چې څه غواړي."

د امریکا رخصتیدونکې جمهور رئیس جورج بوش وویل که څه هم دی نه په امریکا کې د ده په پالیسیو د انتقادونه پروا کوي او نه د نورې نړی د انتقادونو په کیسه ده خو هغه انقادونه سم نه دي چې گواکې دخ د امریکا د اقتصاد سمه ساتنه ونکړه.

بوش: "دېته باید پام وشي چې اقتصادي رکود ماته په میراث پاتي وو او نن چې یې زه پریږدم، بیا هم هیواد د اقتصادي رکود سره مخ دی. خو زما د دورې په لومړیو شا او خوا څلورنیمو کالو کې اقتصاد وده کوله"

جمهور رئیس بوش وویل چې تاریخ به د هغه د جمهوري ریاست د اته کلنې دورې تر ټولو سم قضاوت وکړې خو د اوس لپاره هغه په ویاړي چې څو ورځې پس چې کله د امریکا لومړنی تورپستی جمهور رئیس لوړه کوي، دی به د میلمنو په لومړي کتار کې ناست وي.