اوباما: د گوانتانامو د زندان تړل آسانه کار نه دی

د امریکا منتخب جمهور ریس براک اوباما وایی گمان نه کوی چی د انتخباتی مبارزی د ژمنی په اساس د خپل حکومت په لومړیو سلو ورځو کی وکولای شی د گوانتانامو زندان وتړی.

هغه په دی اونی کی د ای بی سی ټلویزیونی شبکی سره په مرکه کی وویل چی د دی زندان تړل لکه څنگه چی خلک فکر کوی هومره آسانه کار نه دی، خو ټینگار یی وکړ چی د هغه حکومت به دغه زندان بلاخره وتړی.

هغه وویل چی د هغه امنیتی ټیم د قانون سره سم په دی کار کوی خو وویل چی دا کار به ونکړی چی په نتیجه کی داسی کسان خوشی شی چی غواړی مونږ ووژنی.

ښاغلی اوباما همدا شان په مرکی کی د غزی په تړانگه کی لانجی ته اشاره وکړه، وویل چی د هغه اداره به د جنوری په شلمه نیټه کله چی د حکومت واگی په لاس کی واخلی دی ته آماده ده چی د منځنی ختیځ د سولی په پروسه کی لتاړ شی.