د گازو د څلورو بډایو هیوادونو د انرژۍ وزیرانو د سه شنبې په روځ په مسکو کی یو تړون لاسلیک کړ چې د قطر په دوها کی د گازو د صآدرونکو هیوادونو د ټولنې مرکزي دفتر پرانیزي.
دوی د دوه زره یوم نه را پدې خوا سره غونډې کوي، خو تر اوسه یې د رسمي غړیتوب او یا اداري چارې نه دي پیل کړي.
د روسیئ د انرژۍ وزیر سرگی شماتکو وویل دا اداره به د نړیوالو قوانینو په نظر کی نیولو سره خپلی چارې پر مخ بوځي.
په عین وخت کی د روسیئ صدراعظم
ولادیمیر پوتین وویل چې د طبیعي گازو بیې پداسې حال کې مخ په لوړیدو دي چې
نړیوال اقتصآدي کړکیچ او زیات لگښت د تولید چارې نیمگړې کړي دي.