پاکستان د مومبی د حملو مشکوک پلان جوړوونکی ونېو

د پاکستان د حکومت چارواکی واېې چې په تېره مېاشت کې چې د مومبی په ښار کې دخونړېو حملو پلان کوم مشکوک سړی جوړ کړی و هغه په پاکستان کې نېول شوېدی.

چارواکېو نن ووېل چې د پاکستان پولېسو ذکی الرحمن لکهوي او څو نور کسان د امنېتی قواو د په ېوه چپاوکې ونېو.

امنېتی قواو په ېوه ودانی باندی چې د جماعته الدعوه له خوانه استعمالېدله چپاو وروړی و. دغه ډله د لشکر طېبه لپاره چې په پاکستان کې پرې بندېز لگول شوېدی، دېوې څانگی په توگه کار کوی.

د هند حکومت دغه ډله په مومبی باندی د حملو مسووله بولی. د هند پولېس واېې چې ېوازېنی سړی چی په دغه حمله کې ژوندی پاتی شوېدی او دوی نېولی دی، هغه محمد اجمل قصاب نومېږی، او دوی ته ېې ووېل چې لکهوی د هغو کسانو په جمله کې ېو تن و چې ددغی حملی پلان ېې جوړ کړ.

پولېسو مظفر اباد ته نېژدی د ېکشنبی په وځ حمله وکړه. دغه سېمه د کشمېر په هغه برخه کې پرته ده چې پاکستان ېې کنترولوی.

د پاکستان حکومت په هغو درې ورځنېو حملو کې ځان لتاړ نه بولی چې د نومبر په ٢٦ مه نېټه په بمبی کې وشوې.

رپوټ واېې چې په مومبئي کې په درې ورځنېو حملوکې تقرېبا ١٧٠ کسان ووژل شول او تردرې سوونه زېات زخمېان شول.