"د بازار په اقتصاد کې د دولت ونډه" - په کابل کې اقتصادي غونډه

په لسګونو سوداګرو او پانګوالو نن په کابل کې د حکومت د سکتوري وزارتونو له چارواکو سره په افغانستان کې د خصوصي سکټور په وړاندې پرتې ستونزی او خنډونه وڅېړل.

د بازار په اقتصاد کې د دولت ونډه تر نوم لاندی په دغه جوړه شوی اقتصادي غونډه کې د ولسي جرګې ځېنو غړو هم برخه اخېستې وه.

په غونډه کې د خصوصي سکټور د استازو له خوا مخامخ چارواکو ته خپلې ستونزی په ډاګه شوی. پانګوالو ویل چې د امنیتي ستونزی تر څنګ اداري فساد یې هم له سمې پانګونې زړه تور کړی.

دغو سوداګرو وویل چې د بې کیفیته مالونو له واردولو ډډه کوي او که چېری هم بې کیفیته مالونه واردیږي نو باید نورم او اسټانډرډ واوسي چې مخه یې ونیسي.

یوه پانګوال وویل دولت باید په ولایتونو کې لابراتوارونه ولري ترڅو ښه معیاري مالونه له بې کیفیته جلا کړي.

د افغانستان د صادراتو د پرمختیايي اداری ویاند روح الله احمد زي اشنا تلویزیون ته وویل چې دا لومړنۍ اقتصادي غونډه ده او په پام کې ده چې نوری ورته غونډې به هم په راتلونکې کې په نورو ولایتونو کې تر سره شي.