په ممبی کې د بریدونو د قربانیانو شمېر تر سلو جگ شوی

د هندوستان په ممبی ښار کې د پرون ورځې د ترهگر بریدونو د قربانیانو شمېر تر سلو جگ شوی او د نړۍ بیلا بیلو مشرانو دغه بریدونه په کلکه غندلي.

په ممبی ښار کې څو وسلوالو ډلو پرون په دوو لوکس هوټلونو، یوه مشهوره ریستوران، د خلکو نه ډک د اورگاډي په یوه تمځای او د یهودانو په یوه کرمز ناڅاپه بریدونه ورکړل او تر سل زیات کسان یې ووژل.

د برید پړه په اسلامي توندلارو اچول شوې.

پولیس او وسلوال کسان لیدل کېدل چې په یو بل یې ډزې کولې او تر نن پورې لسگونه کسان په نښتو کې بند پاتې دي یا یرغمل نیول شوي.

د پولیسو یو جگپوړي چارواکي وویل چې د تر اوسه یو باندې سل کسان وژل شوي او درې سوه څوارلس نور ټپي شوي دي.

د وژل شوو په جملې کې یو بریتانوی، یو استرالوی، او یو جاپانی هم شامل دي. عیني شاهدانو وویل چې برید کونکي په هوټلنو او رستوران کې په بهرنیانو پسې گرځېدل.

د ټرایډنټ هوټل له رستوران څخه یوه راوتلي بریتانوي میلمه وویل:

"دوی مونږ ته وویل لاسونه په سر ونیسۍ، تاسو دې کوم ځای یاست؟ خلکو خپل کارتونه را وایستل. زما دوست ماته وویل که یې تپوس درنه وکړ، ورته ووایه چې اټالوی یې. ما لاسونه په سر نیولې و او فکر مې کاو چې په لوی جنجال کې لویدلی یم."

ایمبو لنسونه لیدل کېدل چې په چټکۍ سره د پیښو ځایونو ته ورتلل او د نیمې شپې وروسته په تاج هوټل کې دننه څو چودنې واورېدل شوې. د هندوستان جمهور رئیس پرتیباه پټیل دغه پېښه وغندله.

"په ممبی کې دغه ترهگر بریدونه په کلکه غندم. له تشدد ډک دغه برید د هغو ترهگرو کار دی چې انساني ژوند ته هیڅ احترام نه لري."

د هند رسنۍ وايي د دکن د مجاهدینو یوې ناپېژاندې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی خو ددغې دعوې تصدیق تر اوسه نه دی شوی.

د استرالیا د باندنیو چارو موقت وزیر سایمن کرین ددغه برید له قربانیانو سره د خپل هیواد په استازیتوب خواخوږي سرگنده کړه.

سایمن کرین: "د استرالیا حکومت په ممبی کې دغه بزدلانه او په پټو سترگو ترسره شوي بریدونه په کلکه غندي. دغو بریدونو لسگونه اسانان وژلي او او سلگونه نور یې ټپیان کړي."

په وژل شوو کسانو کې د ترهگرۍ ضد مبارزې د رئیس په گډون د پولیسو لږ تر لږه درې جگپوړي افسران هم شامل دي.

په هند کې په تېرو درو کالونو کې په وار وار بمي بریدونه شوي او د هیواد چارواکي یې پړه په اسلامي توندلارو اچوي چې غواړي ددغه هندو اکثریته هیواد ثبات له مینځه یوسي.

او په نتیجه کې یې اوه سوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی...ابراهیم ناسر...