نن په کابل کې د ایگرز کمپ په نامه د ائتلافي ځواکونو په یو مرکز کې د
پخوانیو سرتیرو د یاد ورځ ولمانځل شوه.
پدی مراسمو کې د امریکا امنیت د انتقال د قوماندانۍ مشر جنرال رابرت کن او یو شمیر عسکرو گډون کړې و.
جنرال کن وویل چې امریکا د افغانستان سره د امنیتي قواو د روزلو پروسې په شمول په څو برخو کې همکاري کړې ده.
امریکا د افغانستان د اردو او پولیسو د روزنې لپاره اویا ملیونه ډالره ځانگړي کړي چې د هیواد سرحدونه په کنترول کې وساتي.
جنرال کن زیاته کړه چې د افغانستان د هوایي ځواک د روزلو او پیاوړتیا لپاره امریکا د دری اعشاریه پنځه ملیاردو ډالرو په ارزښت پروژې ځانگړې کړي دي.
جنرال وایې پدې مرستو کې جنگی الوتکې او د هوایې قواو لپاره ترانسپورتي ضروریات شامل دي.
جنرال رابرت کن وویل اوسمهال جمهور رئیس کرزې د افغانستان د هوایې ځواک د الوتکو په استفادې سفرونه کوي.