یوه افغان داسې ریکشاګانې جوړی کړي‌ دی چې نه دود لري و نه هم غرهار

ریکشا چې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او نورو هېوادو کې د ترانسپورتي وسېلې په توګه کارول کیږي، زیاتره خلک یې له دود او غرهار نه په تنګ دي، خو یوه افغان داسې ریکشاګانې جوړی کړي‌، چې نه دود لري، نه غرهار او نه هم د سوارلۍ کالي څېرې کوي.

یوه افغان په لومړي ځل په افغانستان کې په خپل نوښت داسې ریکشا جوړه کړې چې د اسانتیاوو په لحاظ یې ساری د سېمې د هېوادو په ریکشاوو کې نشته.

دغه افغان حلیم ګل احمدزی نومېږي، هغه په دغې ریکشا باندی د غرڅه نوم اېښی.

حلیم ګل احمدزی وايي له تېرو څلورو کلونو راهېسې یې د جلال اباد په ښار کې د غرڅه ریکشا جوړولو ته مخه کړې، پدغه موده کې یې ۷۰ رېکشې بازار ته عرضه کړي.

د جلال اباد ښار په افغانستان کې یو له هغو ښارونو څخه دی چې خلک پکې له ریکشا نه د ترانسپورتي وسېلې په توګه کار اخلي.

پدغه ښار کې زیاتره د ګاونډي هېواد پاکستان ریکشاوې کارول کیږي. ددغه ښار ډېریو اوسېدونکو اشنا تلویزیون سره په مرکو کې ویل د غرڅه ریکشاګانې له نورو ریکشاوو په مراتب ښې دي.

په دغه ښار کې ریکشا چلونکي هم له غرڅه ریکشا خوښ دي. دا چې غرڅه ریکشا انجنیر حلیم ګل احمدزی څنګه جوړوي، پخپله وايي چې عادي وسپنه له بازاره اخلي او ماشینونه یې له نورو ملکونو واردوي.

حلیم ګل احمدزی وايي خلک تری رېکشاوی زېاتې غواړي ولې پوره امکانات یې په لاس کې نشته چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي.