د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیره زیپي لیوني وایی چی د ایران سره به هر راز خبري کول د کمزورۍ نښه وی.
هغې نن د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په رادیو کی وینا وکړه او د امریکا انتخاب شوي جمهور رئیس ته یې د خپل حکومت لومړنی رسمي یاد داشت واستاوه.
ښاغلي اوباما د انتخاباتي مبارزې په دوران کی ویلي و چی دی غواړی د ایراني مشرانو سره خبرو ته کښیني.
لیوني چی د بل کال په سر کی به په انتخاباتو کی د کدیمه د گوند مشري په غاړه واخلی وایی چی په داسی وخت کی خبري کول به چی نړۍ په ایران باندی د بندیزونو لگولو نه لاس اخیستی ستونزي را پیدا کړی.
د امریکا اوسني حکومت په ایران باندی د نورو بندیزونو لگولو پیشنهاد کړی، مگر د روسیې او نورو له خوا یې دا پیشنهاد رد سوی دی.
لیوني وویل چی دا باور لری چی ښاغلی اوباما نه غواړی چی ذروي وسلې لرونکی ایران دی ومنی.