بارک اوباما د خپل نوي حکومت دبنسټ اېښودلو کار شروع کوی

بارک اوباما، د نن نه په سپېنه ماڼئ کې دخپل نوي حکومت دبنسټ اېښودلو کار شروع کوی.

نوموړی لومړنی افرېقاېې الاصله تورپوستی دی چه د امرېکا د جمهور رېس په توگه وټاکل شو.

بارک اوباما د ټولو اېالتونو د مجموعی راېو د جملی نه د دوه سوه اوېا راېو نه زېاتو راېو په گټلو سره د امرېکا په تارېخ کې د جمهوری رېاست مقام وگاټه او په دی ترتېب ېې د امرېکا په تارېخ کې ېو نوی فصل پرانېسته.

د امرېکا نوي منتخب جمهور رېس ټولېې دری سوه دری اتېا مجموعی راېې وگټلی، په داسی حال کی چه د هغه سېال د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مېکېن ېواځی ېو سلو دوه پېته راېې گټلی دی.

د منتخب جمهور رېس بارک اوباما د برېالېتوب د اعلان نه سمدستی وروسته په سلها و زرو طرفدارانو ېې بېگا په شېکاگو کی دډېری خوشحالئ نه نعری وهلی او دډ ېرو خلکو د سترگو نه د ډېری خوشحالئ په وجه او ښکی روانې وې.

ښاغلی اوباما بېا لږ وروسته د خپلی مېرمنی مېشل او باما او خپلو دوو نوڼو سره په سټېج باندی د خبرو لپاره اودرېده او د خپلو هغو طرفدارانو د تود هرکلی په ځواب کې ېې لاسونه ښورول چه د امرېکا بېرغونه ېې په لاسوگنه کی نېولی ؤ.

منتخب جمهور رېس بارک اوباما د خپلې وېنا په شروع کی وېل چه په دې تارېخ سازه شېبه کې د بدلون د امرېکا متحده اېالاتو ته راغی.

بارک اوباما ووېل دانتخاباتو د نتېجی نه ثابتېږی چه په امرېکا کی هرڅه ممکن دی. اوباما اوه څاوېښت کلن دی او دېوه کېنېاېې تور پوستی اوکېنساس اېالت د ېوې امرېکاېې سپېنی پوستې مېرمنی ځوی دی.

د بارک او باما کامېابی په حقېقت کې د امرېکا د مدنی حقوقو د اوږدی مبارزې ثمره ده. ښاغلي اوباما د امرېکا په اولس باندی غږ وکړ چه ټول خلک باېد ېو موټی او متحد شی.

هغه دا خبره هم وکړه چه امرېکا دډېرغټو چېلنجونو سره لاس په گرېوان ده، خو زېاته ېې کړه چه د امرېکا د نوی لېډرشب او مشرئ سهار هم اوس رارسېدلی دی.

ددی نه مخکی د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مېکېن په خپل پلارنی اېالت ارېزونا کی خپلو طرفدارانو ته په وېنا کی خپله ماتی ومنله او وېې وېل چه بارک اوباما هم د خپل مکل او هم دخپل ځان لپاره ېوه غټه کامېابی لاس ته راوړی ده.

مېکېن ووېل چه اوباما ته ېې د انتخاباتو دنتېجو داعلان نه سمدستی وروسته تلېفون وکړ او مبارکی ېې ورکړه. جان مېکېن ووېل په داسی حال کې چه ښاغلی اوباما په دډېرو مشکلو شېبو کی هېواد مشری په غاړه اخلی، د نوي جمهور رېس ېې سره د مرستی قول وکړ.

د بارک اوباما په برېالېتوب سره د جمهور رېس جورج بش تر مشرئ لاندی د جمهوری گوند د حکومت اته کلنه دوره او په سپېنه ماڼئ باندې ېې کنترول پای ته رسېږی.

د امرېکا په ټول دوه دوه دېرشت کاله زوړ تارېخ کی ښاغلی اوباما لومړنی تور پوستی امرېکاېې دی چه د امرېکا د نوی جمهور رېس په توگه به بل کال د جنورئ په شلمه نېټه دجمهور رېس په توگه د وفادارئ لوړه کوی.

د امرېکا نوی منتخب جمهور رېس بارک اوباما واېې چه د ډېرو هغو چېلنجونو او ستونزو د حل کولو لاره به گرانه او سخته وی چه د نوی جمهور رېس په انتظار دی.

د خپلې کامېابئ نه وروسته دالوناېې اېالت په مرکز شېکاگو ېوې ډېرې غټې غونډې ته بارک اوباما په خپله لومړئ وېنا کی ووېل چه د امرېکا ملت دډېرو ستونزو سره مخامخ دی، چه د افغانستان او عراق جنگونه او د امرېکې خراب اقتصاد په کی شامل دی.

هغه خبرداری ورکړ چه شاېد کله کله به کامېابی زر زمونږ په برخه کېږی نه او ځېنی کاذبی هڅی به هم وشی، په شرېکه توگه مونږ کولی شو چه خپل مرام او هدف ته ورسېږو.

هغه ووېل چه زما کامېابی په امرېکا کی دېموکراسئ د قوت او زور ېو ډېر ښه ثبوت دی او دا خبره هم ثابته شوه چه زمونږ د ملت دبنسټ اېښودونکو د خوب تعبېر رېښېتا ؤ.

بارک اوباما نړېوالې ټولنې ته په خپله وېنا کې اشاره وکړه او ېې وېل چه دهغه چا سره به امرېکا مرسته کوی چه واقعا سوله او امنېت غواړی او هغه چا ته به ماتی ورکړی چه غواړی په نړئ کې گډوډی راولی.

اوباما د خپل مات شوی حرېف سناتور جان مېکېن ډېره ستاېنه وکړه او وېې وېل چه د امرېکا دبحری قواو د ېوه افسر په توگه او د وېتنام دجنگ دبندی او ېوه سېاست مدار په توگه ېې د خپل ملت او ملک ډېر خدمتونه کړی دی.