د افغانستان د ښځو سراسری شورا د لمړی ځل لپاره په کابل کې یوه غونده جوړه کړه

د افغانستان د ښځو سراسری شورا د لمړی ځل لپاره ددی هیواد ښځو د ملی عمل د طرح او دی ټکی ته د خلکو او دولت پام را اړولو په موخه په کابل کې یوه غونده جوړه کړه.

په دغی دوه ورځنی غونده کې چې د انتر کانتیننتال هوتل په بالروم کې جوړه شوی ده، د افغانستان له بیلابیلو هیوادونو څخه ۴۰۰ تنه ښځی پکی ګډون لری.

په دغی غونده کې به ښځی د امنیت، د قانون حفاظت، بشری حق، سیاسی مشارکت، د رهبری حق، اقتصاد او د ښځو روغتیا او معارف په برخو کی خبری اتری وکړی.

داکتری حسن بانو غضنفر دښځو چارو وزیری په دغه غونده وویل چې د ښځو د پرمختک او انکشاف پر وړاندی د پرتوستونزو د حل لپاره یی یو لس کلن پلان لاس لاندی نیولی دی.

په همدی حال د ښځو چارو وزارت معینه پلوشه کاکړ په دی آند ده چی داسی غوندی د ښځو ستونزو د حل لپاره ډیری ګټوری دی.

دغه کنفرانس د ښخو چارو وزات په ابتکار د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیایی اداری او کاونتر پارت مووسسی په مالی او تخنیکی مرسته په لاره اچول شوی چې په ترڅ کې به یی دښځو اساسی اړتیاوی او ضرورتونه په نښه او وڅیړل شی.

داکتره ګلالی نور صافی د بغلان ولایت وکیله وایی چی د ښځو د ودی اوتولنیز پرمختک لپاره باید رغنده ګامونه پورته شی.

میرمن صافی په دی باور ده چی باید په د خلکو ذهن او فکر چه ټولنه کې د ښځی د حقو نو اومقام په اړونده روشانه شی.