د مطبوعاتو د ازادئ ېوې موسسې، نن د هغه ځوان افغان ژورنالست زندانی کېدل وغندل چه اسلام ته په سپکاوی باندی تورن شوی دی.
د بی سرحده خبرېالانو موسسې نن ېوه اعلامېه وروسته د هغې صادر کړله چه د سه شنبی په ورځ پروېز کام بخش په نوم دغه ژورنالست ته د شلو کالو د قېد سزا واورول شوه.
د کام بخش لومړنئ سزا د کابل ېوې محکمې مسترد کړی وه او هغه ېو کال حبس هم تېر کړی دی.
دا موسسسه واېې چه کام بخش باېد د وکېل د نېولو حق ولری.
موسسه واېې چه ددغه قېد نه څرگندېږی چه بنېاد گراېان د افغانستان په عدلې نظام باندی څومره زېات کنترول لری.