د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزه رایس وایی د بوش حکومت لا تر اوسه غواړی چی د ایران سره د ډیپلوماسی له لاری مخ ته ولاړ شی.
د بهرنیو چارو وزیری رایس د اسوشیت پریس دا رپور رد کړ چی ویلی یی و د بوش حکومت غواړی ستونزی بل راتلونکی حکومت ته پریږدی.
د امریکا د متحده ایالاتو او ایران اړیکی له دی امله خرابی دی چی د ایران د اټومی پروگرام په سر یی لانجه روانه ده.
ایران د ملگرو ملتونو دا غوښتنه بی پروا گڼلی چی د یورانیمو د غنی کولو نه دی لاس واخلی. امریکا او اروپایی ملکونه له دی امله تشویش لری چی ایران اټومی وسلس چوړی نکړی.
ایران بیا دا تور رد کړی او وایی چی د هغوی اټومی پروگام سوله ایزه هدف لری. د یورانیمو غنی کول کیدای شی د اټومی وسلو د جوړولو لپاره وکارول شی.