په خوست کې ځانمرگې حملې ۴ تنه وژلي

د افغانستان مقامات وايي، د خوست په ولایت کې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.

مقامات وايي، نن د جمعې د ورځې په دغې حملې کې په وژل شویو کسانو کې دوه ملکي خلک او د استخباراتو د ادارې یو مامور هم شامل دی. لږ تر لږه پنځه تنه نور زخمي شوي دي.

د خوست د امنیې قومندان وویل، د حملې هدف د ملیشو د یوې ډلې قومندان و چې مخکې یې له امریکايي قواوو سره همکاري کوله.

تر اوسه چا ددغې حملې مسئولیت ندی اخیستی.

خیریه ټولنې وايي، په افغانستان کې د روان کال د تشدد په پیښو کې لږ تر لږه درې زره خلک وژل شوي دي. ملگري ملتونه وايي، په وژل شويو کسانو کې ١۴ سوه یې ملکي خلک وو.