د نړۍ د پرمختللو اقتصادي ملکونو مقامات وايي، د نړیوال اقتصادي سیستم د ثبات لپاره به د هیڅ ډول اقداماتو نه دریغ ونکړي.
د اوو سترو صنعتي هیوادونو د اقتصاد وزیرانو او د مرکزي بانک رئیسانو خپل دغه پلان نن په یوه کنفرانس کې اعلان کړ.
له دې نه مخکې، د بوش حکومت د ملک په اقتصادي چارو کې د مداخلې د پلان د تطبیقولو لپاره له پارلمان نه د ٧٠٠ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه. ښاغلي بوش ویلي په دغه پلان کې پاتې راتلل به جدي عواقب ولري.
د یوه بل خبر لمخې، د امریکا د مرکزي بانک رئیس هیئت پرون ناوخته پریکړه وکړه چې د ملک دوه وروستي پانگه اچوونکي بانکونه، گولډمن سچیز او مورگان سټنلې کولای شي چې له مرکزي بانک نه قرضه واخلي.