په اسلام آباد کی د بم حمله 'یوه ښه تنظیم شوی حمله'

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایی چی د شنبی د ورځی د بم حمله چی په اسلام آباد کی په یوه هوټل کی وشوه ډیره یوه کاری او ښه تنظیم شوی حمله وه.

رحمان مالک نن خبریالانو ته وویل چی په دی حمله کی ٥٣ تنه چی چی څلور کسه پکی بهرنیان و ووژل شول.

د پاکستان صدر اعظم خلکو ته وعده ورکړه چی د دی بم چونی عاملین به پیدا کړی چی د شنبی په ورځ په اسلام آباد کی په یوه هوټل کی وشوه .

یوسف رضا گیلانی نن د پاکستان په ملت غږ وکړ چی هغه نامطلوب کسان د ټولنی نه تجرید کړی چی غواړی د ملک ډیموکراسی او اقتصاد بی ثباته کړی.

چارواکیو د میریات په هوټل کی د چاودنی د عاملینو په اړه د معلوماتو پیدا کولو په سر ١٣٠ زره ډالر انعام ایښی دی .

یوه ځان مرگی د امریکایی هوټل د باندی تقریبآ زر کیلو گرامه چاودیدونکی مواد چی په یوه موټر کی ځای په ځای شوی وو وچول.

دا چاودنه په داسی حا ل کی وشوه چی د هوټل اکثره میلمنو روژه ماتی کاوه.

په دی چاودنه کی لږترلږه ٢٥٠ کسان زخمی شوی دی. چارواکی وایی چی سیمی ته یی پوځ وراستولی چی د ژغورنی د عملی سره مرسته وکړی.

پاکستانی عالی رتبه مقامات وایی چی په اسلام آباد کی د چک د جمهوریت سفیر او یو امریکایی هم وژل شوی دی.

د پاکستان جمهور ریس دغه حمله وغندله .

تراوسه پوری د دی حملی مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی ،خو پاکستان د هغی پړه په القاعدی پوری په تړلو یاغی طالبانو وراچولی ده.