'د ناټو د قواو په بمباریو کی د ملکی خلکو وژل کېدلو د کرزي محبوبیت ته صدمه رسولې ده'

خبری اژانسونه او مطبوعات وایی د ناټو د قواو په بمباریو کی دملکی خلکو وژل کېدلو د جمهور ریس حامد کرزي محبوبیت ته صدمه رسولې ده.

په دې لړ کی د انډواېشین خبری اژانس وایی سره له هغه چی په افغانستان کی د بین المللی امنیت د مرستی د قوې اتیا زره عسکر پراته دي، د طالبانو حملې ورځ په ورځ زور اخلی او خلک د دغو جنگونو او بې امنیتیو پړه د کرزي پر حکومت اچوی.

پنځوس کلن میسی امیری چی خپل ټول ژوند یې په کابل کی تېر کړی دی د انډوایشین خبری اژانس ته وویل له هغه وخته راهیسی چی کرزی جمهور ریس سوی دی د افغانستان د خلکو په باره کی یې هیڅ فکر نه دی کړی او ټول وخت یې د خپلو خارجی بادارانو په خوشالولو تېر کړی دی.

د برقی سامانونو دغه خرڅونکي، د اینایشین خبری اژانس ته وویل، ما د پاچاهی دوران لیدلی دی، ما د روسانو تر حمایې لاندي واکداران لیدلي دي، ما دمجاهدینو حکومت لیدلی دی، ما طالبان لیدلي دي، مگر دا تر ټولو کمزوری مشر دی.

خبری اژانس وایی د کابل خلک یوازي د ټروریسټانو څخه نه بېرېږی، بلکه د ملگروملتونو، ناټو او د ایساف د قواو د محافظینو څخه هم شپه او ورځ په وېره کي وي.

د بانکونو مخي ته، د خارجی سفارتونو او د ملگروملتونو د دفترونو مخی ته، د شخصی ودانیو او روغتونونو مخی ته محافظین ولاړ دي او گوتي یې د توپکونو پر ماشو ایښی وي.

ښوونکی سلیمان جلال الدین وایی په افغانستان کی دونه غیر محبوب مشر هیڅ وخت قدرت ته نه دی رسېدلی. هغه په دې تېرو پنځو کالو کی چا په سترگو نه دی لیدلی. پر ده باندی شپه او ورځ په خپل قصر کی پیرې ولاړي وی. دی څرنگه خپل هیواد ته خدمت کولای سی.

پروفیسر همدان پژواک، د اینډو اېشین خبری اژانس ته وویل، دی فکر کوی چی متحده ایالاتو او نورو بین المللی قوتونو پر کرزي باندی اعتماد له لاسه ورکړی دی.

دی ډېر ژر خپل دوستان بایلي او زه یقین لرم چی د جمهور ریس بوش له تللو سره به کرزی پر میدان پاته سي او هیڅ ملگری به نه لری، او د متحده ایالاتو نوی حکومت به یې لیری کړي.

د انډواېشین خبری اژانس وایی د کابل ښار چی په داخلی جنگونو کی وران سوی وو، بیرته پر پښو درېږی خو سړی یوې خواته گوری چی د عصری ودانیو او لوکسو هوټلونو پر شاوخوا باندی د کال ماډل ښایسته موټرونه ولاړ دي، خو د باغ بابر په سیمه کی خلک اوس هم خپلو کورونو ته او به د خرو پر شا رسوی.

نجیب احمد زي، د اینډو اېشین خبری اژانس ته وویل "نه د مجاهدینو، نه د طالبانو او نه دکرزي حکومت خلکو ته کار کړی دی. موږ نه اوبه لرو، نه برېښنا لرو او په ډېرو سختو شرایطو کی ژوند کوو، موږ داسی حکومت ته ضرورت لرو چی د خلکو غم وخوری."

خو د اینډو اېشین خبری اژانس وایی چی د کابل ښځی اوس هم د ښاغلي کرزي د حکومت ملاتړ کوی او وایی چی دوی فکر کوي د کرزي حکومت باید دوام وکړي څو طالبان له کابله لیری وساتی، ځکه چی د طالبانو په زمانه کی موږ ډېر بد حال درلودی.