د افغانستان حکومت د خارجي قواوو پاتې کیدل غوښتي

د افغانستان حکومت واېې چې دوى غواړى چې خارجى قواوې په هېواد کې پاتې شى که څه هم دوى د امرېکاهغه هواېې برېد محکوم کړېدى چې په لسهاو افغان ملکېان پکى ووژل شول.

دافغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزي نطاق هماېون حمېد زاده نن د سه شنبى په ورځووېل چې حکومت نه غواړى چې نړېوالى قواوې ترهغه وخت پورې له افغانستان نه ووزى چې تر څو پورې چې دافغانستان خپلې امنېتى قواوې په دې نه وي برېالى شوى چې له بهرنى مرستى نه پرته له خپل هېواد نه دفاع وکړى.

دغه اعلامېهوروسته له هغه نه خپرېږى چې دافغانستان حکومت غوښتنه وکړه چېپه افغانستان کې دخارجى قواو په برخه کې له سره نوى کتنه وکړى.


ملگرى ملتونه واېې چې دوى قانع کوونکي دلاېل پېدا کړېدى چې هغه ٩٠ افغان ملکېان چې زېاتره ېې ماشومان وو، تېره اونى د دامرېکا په مشرۍ اېتلاف په بمبارۍ کې ووژل شول.

په افغانستان کې دملگرو ملتونو خاص استاځى کاې اېډه نن د سه شنبى په ورځ په ېوه خبرلېک کې ووېل چې په افغانستان کې دملگرو ملتونو د مرستو مامورېت خپل معلومات د عېنى شاهدانو د خبرو پر بنا لاسته راوړى دى.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د تېرې جمعى دورځې هواېې بمباري محکومه کړه او وې وېل چې دهرات په ولاېت کې ٩٠ ملکېان ووژل شول.

د امرېکا ددفاع وزارت واېې چې دا حمله مشروع او قانونى وه او مقصد ې طالبان وو. په دغه حمله کې ٢٥ تنه طالباناو پنځه تنه ملکېان ووژل شول.

دافغانستان ددفاع وزارت ووېل چې دغه چپا و چې د افراطېانو پر مشکو ک ځاې شوى و په دې کې موفق شو چې خپل اصلى هدف چې د طالبانو قوماندان ملاصادق و له منځه ېوسى.

نور تفصېل:

ددوشنبى په ورځ حکومت ووېل چې دوى به د خارجى قواو د موجودېت په برخه کې له سره مذاکرات وکړى ځکه چې د دې نېژدى وختونو په عملېاتوکې ډېر زېات ملکى تلفات منځته راغلى دى.

دافغانستان کابېنى ووېل چې دوى چارواکېو ته هداېت کړېدى چې دنړېوالو قواو له استاځېو سره دنړېوالو قواو په نقش باندىمذاکرات پېل کاندى.

د افغانستان کابېنى ووېل چې دوى څو څو ځلى له خارجى قوماندانانو نه غوښتنه کړېده چې پر ملکى اهدافو باندى بمبارى بنده کړى او د افغان ملکېانو له ځورولو او تنگولو نه لاس واخلى.