د پاکستان په شمال غربي سیمو کې د اردو د پوځي عملیاتو وروسته پاکستاني طالبانو د څرگنده جگړې اعلان کړی دی.
د مولوي عمر د ډلې ویاند وویل چې که چیرته پاکستاني اردو په سوات او نورو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، دوی به هم خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
طالبان وایې دوی د سه شنبې په ورځ پیښور ته نژدې یوی پوځي موټر باندې بمي حمله کړې وه چې څوارلس کسان یې ووژل.
ویاند وویل دوی دا بمي برید ځکه کړې چې اردو د افغانستان پولې سره څیرمه د یوسلو شپیتو نه زیات طالبان وژلي وو.
بلخوا پاکستاني امنیتي چارواکي وایې د افغانستان پولې ته نژدې د اردو د روزنې په یو مرکز باندې د توغندی د لگیدو له امله لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي.
چارواکو د نوم اخستو ډډه وکړه خو وی ویل چې څلور توغندي د افغانستان له لورې ددوی پر مرکز ولگیدل.