د افغانستان سره د هند له لوری د نورو سلگونو میلیونو ډالرو مرسته

د هند صدر اعظم منموهن سینگه په نوي ډهلي کی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره د خبرو په ترڅ کی ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به نور څلور سوه پنځوس میلیونه ډالره مرسته کوی.

دا به پر هغو اوه سوه پنځوس میلیونو ډالرو برسېره وي چی هند یې د هغه هیواد د بیا ابادولو په پروژو کی لکه د سړکونو او روغتونونو په جوړولو کی لگوی.

د افغانستان جمهور ریس په کابل کی د هند پر سفارت باندی د بمب د هغی ځان مرگي حملې څخه تقریبا یوه میاشت وروسته نوي ډهلي ته سفر کوی چی د دوو هندی ډیپلوماټانو په شمول لږ تر لږه اته پنځوس تنه پکښی ووژل سول.

افغانستان او هند تور لگوی چی د پاکستان د جاسوسی ادارې د بمونو په هغه حمله کی لاس درلود.

د هند صدر اعظم منموهن سینگه وایی ددغه راز حملو هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو خرابول دي: "دا د هند او افغانستان پر دوستانه اړېکو باندی یوه حمله وه. موږ موافقه کړې ده چی ټروریزم ته به اجازه نه ورکوو چی زکوږ داړېکو په مخ کی خنډ سی."

څېړونکي وایی د دغو ویو مرستو د ژمنی څخه ښکاری چی هند د افغانستان د بیا ابادولو په کوښښونو کی د نیژدې همکاری کولو څخه لاس نه اخلی.

هند یو له هغو هیواودنو څخه دی چی د افغانستان سره تر ټولو زیاتی مرستی کوی.