د بیجنگ اسمان

نن پداسې حال کی د بیجنگ اسمان خړ غبار پټ کړی و چې خلکو د تیاننمن په څلور لارې کې د ځینو ماشومانو دسپورتي وړتیاو ننداره کوله.

مامورینو ټینگار کاوه چې د دوشنبې د روځې غبار چې په وضاحت د لیدلو اندازه کموي، د هوا د رطوبت او په خاورو دووړو د ککړتیا نتیجه ده. تر دې مخکې د اونۍ د رخصتۍ ورځې هوا ښه او اسمان شین و.

د تیانانمن په څلور لارې کې د المپیک د لوبو د پرانستې مراسمو ته د انتظار پرمهال چې یوازې څو ورځې ورته پاتې دي هره ورځ د ښوونځیو ماشومان خلکو ته خپل بیلابیل سپورتي استعدادونه وړاندې کوي.