ایران وایی چی په ذروي تاسیساتو باندی یې هر عمل د جنگ معنی لری

د ایران رسمي خبري آژانس ـ ایرنا وایی چی ددې ملک د پاسداران انقلاب مشر خبر داری ورکړی چی ایران به په خپلو ذروي تاسیساتو باندی هر ډول نظامی اقدام د جگړې شروع کیدل وبولی .

دغه آژانس د جنرال محمد علي جعفري له قوله وایی چی هر هیواد به چی په ایران باندی حمله وکړی ، د خپل دې عمل نه بیزاره سی .

ایران د نړۍ د شپږو قدرتونو ـ روسیې ، چین ، فرانسې جرمنی ، برتانیې او امریکا سره د خپل جنجالي ذروي پروگرام په باب په خبرو اخته دی .

د امریکا جمهوررئیس جورج بوش د چهارشنبې په ورځ وویل چی د ایران د ذروي پروگرام د جنجال د حلولو د پاره دیپلوماسي لومړنۍ لار ده ، مگر هغه یو وار بیا دا تکرار کړه چی نوري لاري هم سته چی خبري پر کیدای سی .

امریکا او متحدان یې په ایران باندی تور لگوي چی د ذروي وسلو په جوړولو باندی کار کوی ، مگر ایران وایی چی اټومي پروگرام یې د سوله ایزو اهدافو د پاره دی .