د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس د سختو الفاظو په استعمال پر اسراییلو بیا انتقاد وکړ او د بیت المقدس په شرقي برخه کی یی د یهودو ناقلینو دپاره د کورونو جوړول وغندل.
هغی وویل پر جنجالی مځکو باندی دا ساختماني پروژې د منځني ختیځ د
سولی پر پلان منفي اغیز شیندي. د میرمن رایس ددی خبرو نه هدف دا دی چی ددې کال تر
اخره پورې دا دوه هیوادونه د سولی د خبرو
بیا پیلیدو ته وهڅوي.
میرمن رایس د فلسطین د مشر محمود عباس سره د لیدلو نه وروسته د یو نه اعلان شوی سفر په ترڅ کی لبنان ته تللی تر څو هلته د هغه هیواد د نوی اېېتلافَ حکومت سره خپل ملاتړ څرگند کړي.