د بنگله دېش پخوانئ صدراعظمه مېرمن حسېنه د زندان نه نن ازاده شوه تر څو وکولی شی چه خارج ته د علاج لپاره سفر وکړی.
د زندان ماموران واېې مېرمن حسېنه چه د رشوت خورئ په الزام حبس وه، غواړی چه سبا امرېکا ته دخپلی ناروغتېا د علاج لپاره ولاړه شی.
د دوشنبی په ورځ ېوې جناېې محکمی ورته اجازه ورکړه چه خارج ته سفر وکړی، خو د هغې په غېاب کی به ېې محاکمه روانه وی.
مېرمن حسېنه څو ډوله ناروغئ لری چه دزړه ناروغی هم په کی شامله ده. څلور کاله مخکی د بم په ېو چاودنه کی د اورېدلو حس خراب شوی ؤ او اوس په اسانئ څه نشی اورېدلی.
د شېخ حسېنې سره ېو ځای د بنگله دېش دېوې بلی پخوانئ صدر اعظمی مېرمن خالدې ضېا محاکمه هم شروع شوی ده.
په بنگله دېش کی د تقرېبا ېوسلو اووېا نورو سېاست مدارانو او تاجرانو په خلاف درشوت او غبن په وجه هم تحقېقات روان دی.
د بنگله دېش دواړو سېاسی مشرانو دراتلونکو پارلمانی انتخاباتو سره خپله مقاطعه او باېکاټ اعلان کړی.