بوش د پاکستان سره خپل قوي ملاتړ بیا څرگند کړی دی

سپینه ماڼۍ وایی چی جمهوررئیس جورج بوش د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف ته تلیفون کړی او د امریکا او پاکستان تر منځ یې د قوي اړیکو په باب خپل ملاتړ بیا څرگند کړی دی . دواړو مشرانو نن د جمعې په ورځ دا خبري یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چی ښاغلي مشرف د مطبوعاتو هغه آوازې رد کړې چی ویل یې ښاغلی مشرف دې ته تیار دی چی استعفی وکړی .

ښاغلي مشرف دا هم وویل چی دده او د جنرال اشفاق پرویز کیاني تر منځ چی زیات نظامي قدرت یې په لاس کی دی اختلافات نه سته . هغه د پاکستان د نیوز ډیلي یوه رپوټ ته اشاره کوله چی دا پیشگویی یې کړې وه چی ښاغلی مشرف به کله چی یې ددغه جرال سره د چهارشنبې په ورځ وکتل استعفی وکړی . اردو وویل چی دغو دواړو په عادي مسالو باندی خبري وکړې .