د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نرسانو د نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه

نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نرسانو د نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه.

پدې اړه جوړی شوی غونډې ته د عامې روغتیا وزارت مرستیالې، ډاکټرې نادره حیات برهاني، وویل چې افغانستان د نرسانو له کمي سره مخ دی او هڅه کوي تر څو د دوه زره او لسم کاله پوری پدغه هیواد کې د نرسانو شمیر لس زرو ته ورسوي.

دا ډول ډاکټری نادره حیات وویل چې په ټول هیواد کې څلور زره نرسان په مختلفو روغتونونو کې په دندو بوخت دي، چې خورا ټیټه کچه ده هغې وویل چې دا مهال د نرسینګ په نهو انسټیټوټونو کې پنځه سوه نرسان تر روزنې لاندی دي.

یوه روغتیايي څیړنه په ډاګه کوي چې دا وخت د افغانستان په هرو سل زرو وګړو اتلس یا نو لس نرسان رسیږي، خو د افغانستان حکومت بیا هڅه کوي تر څو هرو زرو تنو ته یو نرس ولري.

د مۍ د میاشتې دولسمه چې هر کال په نړۍ کې د نرسانو د ورځې په نوم لمانځلې کیږي تر اوسه افغانستان څلور ځلې لمانځلې.