په کندهار کې نهه طالبان او شپږ پولېسان  ووژل شول

د افغانستان چارواکى وايي پولېسو نن د سه شنبى په ورځ نهه طالبان ووژل. تردې ېوه ورځ مخکى په کندهار کې پرېوه پوسته باندى په برېد کې شپږ پولېسان وژل شوي ول. په کندهارکې د پولېسو ېوقوماندان عبدالرازق ووېل ددوه سوه پولېسانو ېوه ډله په هغو طالبانو پسى گرځېدله چې پرپولېسو ېې برېد کړى و، په همدى ترڅ کې له هغوى سره نښتنه وشوه او نهه افراطېان ېې ووژل.

په همدى لړ کې، د په هرات چاروا کې وايي دوى په دې عقېده دي چې افراطېانو دامرېکا دېوې امنېتى کمپنى دوه خارجى ماموران تښتولى دى. پولېس وايي ېوهندى او ېو نېپالى مامور ددوشنبى په ورځ ماښام په داسى وخت کې د ادرسکن په اولسوالۍ کې ورک شول چې سفر ېې کاوه. دهغوى موټر وان هم لادرکه دى. په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې دامرېکا ېو جنرال چې په افغانستان کې دناټو په مشرۍ قواو قوماندان دى وايي دافغانستان ملى قواوې باېد ددى قابلېت ولرى چې تر ٢٠١١ مېلادى کال پورې د خپل هېواد د زېاتې برخى امنېتى چارې سرته ورسولى شى.

په دې ډول به هغوى نړېوالو قواو ته دا شراېط برابر کړى چې له دغه هېوادنه په وتلو باندى پېل وکړى. په هغه مرکه کې چې ددوشنبى په ورځ په نېوېارک ټاېمز کې خپره شوه جنرال ډان مکنېل (Dan McNeill ) ووېل دافغانستان اردو او پولېس همدا اوس د تېرېوکال راهېسى دناټو په مرسته د کابل امنېتى چارې سرته رسوى. په افغانستان کې دناټو دعسکرو موجودېت په دغه اتحآد کې فشار او ستړېا زېاته کړېده. په همدى اساس دناټو ېو شمېر غړي هېوادونه دنورو عسکرو لېږلو ته زړه نه ښه کوى. او ېادا چى خپلو عسکرو ته اجازه نه ورکوى چې په داسى سېموکې عسکرى عملېات وکړى چې هلته د طآلبانو غورځنگ ډېر په زور کې وى.