د امریکا یو سترقانون جوړونکی وايي امریکا په پاکستان کې د تروریزم په ضد جامع پلان نه لري

د امریکا د کانگرس یوه دموکرات غړي هاورډ برمن چې د بهرنیو اړیکو د چارو د کمېټې مشري هم کوي او دغه څېړنه یې سرته رسولې ده وویل چې ددغې څېړنې نتایج داسې ښيي چې په دې برخه کې کوم تجویز نشته او دا به ملي امنیت ته خطرپیښوي. د سپینې ماڼئ ویاند گورډن جاندرو د پاکستان په وړاندې د امریکا د حکومت د پالیسۍ نه په دفاع وویل چې امریکا د تروریزم په وړاندې په مختلفو سنگرونو کې جگړه کوي. ده د هغو منابعو یادونه وکړه چې د روغتیا، معارف، اقتصادي او سیاسي پرمختگ په پروگرامونو لگول کیږي.

د امریکا د عمومي حساب ورکولو د دفتر په رپوټ کې ویل شوي دي چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تروریزم په ځپلو کې پاتې راغلې ده. که څه هم دغه هیواد په دې سیمه کې د لسو ملیاردو ډالرو په اندازې پېسې لگولي دي. په رپوټ کې داسې هم ویل شوي دي چې امریکا په دې قبایلي سیمو کې د تروریزم د ځالو په ورک کولو کې نه دی بریالی شوی.