چینې اودسعودی عربستان پادشاه عبداله خبری کړیدی:

یو امریکائې ماموروائې، دجمهوررئیس مرستیال ډیک چینی او دسعودی عربستان پاده شاه عبداله پدی باره کې خبری وکړی چې دتیلو دقیمتونو دلوړیدو سره څنگه چال چلند وشی .

دجمهوررئیس مرستیال ډیک چینی پرون دجمعی په ورځ له افغانستان نه سعودی عربستان ته ورسید.دغه هیواد ته درسیدونه وروسته ښاغلی چینی دپادشاه عبداله خبری وکړی . دغه ماموروائې، ښاغلې چینی او دسعودی عربستان پادشاه پدی باره کې خبری وکړی چې اوس دتیلوپه بازارونو کې څنگه ثبات راوستل شی او په راتلونکی وخت کې څه باید وشی .

جمهوررئیس بوش دجنوری میاشتی دسفر په وخت کې له سعودی عربستان او داوپیک دټولنې له نورو ملکونونه غوښتی وچې دتیلو تولیدات زیات کړی. پدی وروستیو هفتوکې دتیلو قیمتونه لوړتللی دی چې دیوبیل قیمت څه دپاسه سل ډالرکیږی .

دغه ماموروویل، ښاغلې چینی او پادشاه عبداله دخپلی غونډې په وخت کې داسرائیلو او فلسطینیانو دټپه ولاړو خبرو، منځنی ختیځ ، پاکستان او ددوه اړخیزو موضوعاتو په شمول په بیلابیلو مسائلو خبری وکړی .