د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، ډیک چینی، منځنی ختیځ ته روان دی

د امریکا دجمهور رئیس مرستیال ډیک چینی نن د یکشنبی په ورځ منځنی ختیځ ته روانیږی. دی پدی سفر کې عمان، سعودی عربستان، اسرائیلو، د اردن دسیند لویدیځی غاړی او ترکېې ته ولاړ شی.

امریکائې ماموران وائې، د ښاغلی چینی په خبرو کې به عراق، په لبنان او سورئې کې حالات، په سیمه کې د ایران د اثر رسوخ زیاتیدل، دغزی په تړانگه کې تاوتریخوالی او په امریکا کې دتیلو دقیمتونو لوړیدل، شامل وی.

توقع ده چې دی به سعودی عربستان وهڅوی چې د عراق سره ډیپلوماتیک روابط چټک کړی.

دا توقع هم ده چې ښاغلی چینی به اسرائیل او فلسطینیان وهڅوی چې دسولی په خبروکې پرمختگ وکړی.

توقع ده چې د امریکا دجمهور رئیس مرستیال ډیکی چینی به په ترکېه کې دهغې حملی په باره کې خبری وکړی چې پدی وروستیو وختوکې ئې د کارگرو د گوند د یاغیانو په خلاف په عراق کې کړی وه.