د پاکستان جمهوررئیس د آزادو او عادلانه انتخاباتو د کیدو وعده کړې ده

د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف نن خپله دا وعده بیا تکرار کړه چی بله هفته به انتخابات آزاد، عادلانه او سوله ایز وی او لاس وهنه به په کی نه وی.

ښاغلي مشرف هغه ادعا گاني هم رد کړې چی مخالفانو یې د هغه په مقابل کی کړي او ویلي یې وو چی جمهور رئیس به په انتخاباتو کی د نورو سره روغه جوړه وکړی.

د خلکو د نظر معلومولو وروستۍ سروې گاني ښئي چی د ښاغلي مشرف سره د خلکو ملاتړ ډیر کم شوی دی.

د پاکستان ددوو لویو گوندونو مشرانو په دې هفته کی سره وکتل او د خپلو هغو اندیښنو په باب یې خبري وکړې چی دوی ته ددې انتخاباتو په باب چی د فیبروري د میاشتی په ١٨ مه کیږی را پیدا شوي دي.

له بلي خوا په امریکا کی دیره د هیومن رایټس واچ په نامه د بشری حقوقو مؤسسې ویلي دي چی د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون و نه کړای شول د هغو ادعا گانو او آوازو په باب تحقیقات بشپړ کړی چی په دې انتخاباتو کی د بې نظمیو د راپیدا کیدو پیشبینی کوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزا رایس دلته په واشنگټن کی وویل چی دا له دې کبله چی ددې انتخاباتو په وخت به په پاکستان کی شخړي او جگړې پېښی سی اندیښمنه ده.

هغې وویل چی د بلی هفتې په دې انتخاباتو کی باید د پاکستان خلک پوره ډاډمن وی چی خپلی رایي په آزادانه توگه ورکولای سی.