'په چین کی ژمني توپانونه د خوراکی موادو تولیدات تهدیدوی'

د چین د کرنی د وزارت یو عالی رتبه مقام وایی په هغه هیواد کی ژمني توپانونه د خوراکی موادو تولیدات تهدیدوی او ددغو موادو قېمتونه نور هم لوړوی.

چین شیوین نن خبریالانو ته وویل د چین په جنوب کی دغو توپانونو اوس حاضر پر حاصلاتو باندی جدی اغېزه کړې ده.

ده وویل چی مېوو او د تازه سبزیجاتو حاصلاتو ته ډېر سخت زیان اوښتی دی.

چین شیوین وویل دا لا اوس هم معلومه نه ده چی ددغو تاوانونه بشپړه اغېزه به څه وی او زیاته یې کړه چی دا تر ډېره ځایه پوری په موسم پوری اړه لری.

ده وویل که دغه توپانونه د شمال خواته حرکت وکړي او هلته د غلو دانو حاصلاتو ذخیرو ته تاوان ورسوی نو وضع به تر دې هم خرابه سی.

په ځینو برخو کی چی دغه ژمني توپان ځبلي دي د مېوو او تازه سبزیجاتو قېمتونه دوه چنده شوي دي. د چین حکومت وایی استهلاکی موادو قېمتونه د کال ٢٠٠٧ په اوږدو کی تقریبا پنځه فیصده لوړ سول، په داسی حال کی یوازي د ډسامبر په میاتش کی شپږعشاریه پنځه فیصده لوړ تللي دی.

د هوا د حالاتو د پېش بینی اداره وایی نن به د سخت ژمی یوه بله څپه پیل سی او پر مرکزی او جنوبی چین باندی به نوری واوري او یخی واوری.