د پاکستان پوځ: په شلگونو سرتېري ېې ېا وژلي او ېا نېولي دي

د پاکستان پوځ وايي دوى ۴٠ افراطېان وژلى او ٣٠ نورېې په هغو جگړو کې نېولى دى چې د افغانستان سرحد ته نېژدې ېې دوه ورځې دوام وکړ.

امرېکا په عېن حال کې پاکستان ته وېلى دى چې د پاکستان امنېتى قواوې به د ترهگرى پر ضد جگړه کې له القاعده سر تړلو جنگېالېو خلاف وروزي.

په جنوبى وزېرستان کې د چارشنبې په ورځ ناوخته او د پنجشنبى په ورځ جگړې پېښې شوې. د پاکستان پوځ وايي ددوى امنېتى قواو چې هېلېکوپټرونو ېې ملاتړ کاوه، دهغو سرتېرو په پټو سنگرونو باندى برېدونه وکړل چې د بېت الله مهسود پلوېان دى.

بېت الله مهسود پسى د پاکستان پوځ او امنېتى قواوې گرځى چې وې نېسى. په دې نېژدې مېاشتو کې په هغه بم چونو کې چې پړه ېې د بېت الله مهسود پر پلوېانو ور اچول کېېږى، په ټول پاکستان کې تر څلورو سوو نه زېات کسان وژل شوېدى.

دغه برېدونه زېاتره پر امنېتى قواو باندى کېږى. خو د پاکستان او امرېکا حکومتونه د بېنظېر بهټو د قتل پړه پر بېت الله مهسود باندى ور اچوى. بېنظېر بهټو د پاکستان د مخالف سېاسى گوند مشره د تېرکال دډېسېمبر په مېاشت کې په ېوه برېد کې ووژل شوه.

د پاکستان پوځ د بېت الله مهسود پر پلوېانو باندى انتقامى چپاوونه پېل کړېدى. په همدى اونۍ کې ېې د هغه پر پلوېانو چپاو ور وړى و او په جگړو کې ېې د کامېابى دعوه هم کړېده.

پوځ نن د پنجشنبى په ورځ ووېل چې دوى درى اولسوالۍ له افراطېانو نه پاکى کړېدى، خو اته عسکر ېې هم په دغو نښتو کې وژل شوېدى. مگر هرڅوک په دې عقېده ندى چې له ېاغېانو سره دغه ډول مقابله به ډېره اغېزمنه وى.

قبېلوى سېمې په عنعنوى ډول بې قانونه او محافظه کارې سېمى دى. ددغو سېمو خلکو د پاکستان په مرکزي حکومت باندى هېڅکله هم باور او اعتماد ندى کړى.

په دغه سېمه کې اوس په شلگونو طالبان او دالقاعده جنگېالى اوسېږى. دغه کسان په ٢٠٠١ مېلادى کال کې پر افغانستان باندى دا مرېکا په مشرۍ داېتلاف د عسکرو له ېرغل نه وروسته قبېلوى سېمى ته را وتښتېدل.

متقاعد ډگر جنرال اسد درانى د پاکستان د پوځى استخباراتو پخوانى رئېس اوس ېونامتو سېاسى تحلېل کوونکى دى. نوموړى وايي چې په قبېلوى سېمه کې د پوځ د عملېاتو زېاتول حالات نور هم خرابولى شى.

متقاعد ډگر جنرال اسد درانى په دې برخه کې داسى وايي: “په دغه سېمه کې د بغاوت اندازه زېاتوى، په تېرو څلورو کلونو کې همدغه کار روان دى. داهېڅکله هم ښه کار ندى چې له زور او قوت نه کار واخېستل شى، خصوصا دخپلو خلکو خلاف. دا ډېر غلط اقدام و."

ښاغلى درانى وايي ددې پرځاى دې حکومت کوشش وکړى چې دا شخړه د موجودو قبېلوى اصولو له مخى اواره کړى. په دې کې دهغو خلکو له منځگړتو ب نه کاراخېستل کېدلى شى چې دواړه خواوې پرى بارو کولى شى.

په داسى حال کې چې په سېمه کې په دې اونى کې جگړې زېاتى شوېدى. د سمندرى قواو ستر جنرال وېلېم فالېن د امرېکا د مرکزى قوماندى مشر پېشنهاد وکړ چې د امرېکا پوځ به د پاکستان پوځ ته له سر تېرو سره دهغوىپه جگړه کې روزنه ورکړى.

ښاغلى درانى وايي چې که حکومت له دې کار سره موافقه وکړى نو ډېر پاکستانېان به په غوسه شى.

ښاغلى درانى په دى باب داسى وايي: "دابه حالات له بد نه هم پسى بدتر کړى. داسى شى نشته چې څوک په هغه کې موږته روزنه راکولى شى. زموږ ماحول او چاپېرېال له هغوى سره تفاوت لرى. په عمومى ډول به اقدامات ښايى سره ورته والى ولرى، خو شراېط اوماحول مو سره توپېر لرى. نو په دې اساس ېوازې موږ او دسېمى د خلکو سره گډ کارکول دا ستونزه اوارولى شى. په دې برخه کې خاصى روزنى ته ضرورت نشته."

رپوټ وايي چې د پاکستان حکومت تراوسه پورې دامرېکا د سمندرى قواو د ستر جنرال وېلېم فالېن غوښتنى ته ځواب ندى وېلى.