د پاکستان د پوځ چارواکي وايي د افغانستان له سرحد سره نېژدى په ېوه لېرې پرته سېمه کې له افراطېانو سره په جگړه کې ٢٣ افراطېان او اوه عسکر وژل شوېدى.
د پوځ ېو چارواکى وايى جگړه نن هغه وخت شروع شوه چې افراطېانو د مهمندو په قبېلوى سېمه کې دملېشو پر ېوه کاروان باندى حمله وکړه.
دا حمله ېو څوورځى وروسته له هغه نه کېږى چې د پاکستان عسکرو د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې ېو شمېر سرتېرى ووژل.
د پاکستان د پوځ دغه عملېاتو دهغو هڅو ېوه برخه وه چې د طالبانو او القاعده پرضد ېې په دغه سېمه کې کوى چې دهغوى خوندى ځاېونه له منځه ولاړشى.
تېره جمعه د امرېکا د لوېودستېزانو دکومېټى مشر او د سمندرى قواو ستر جنرال ماېک ملېن په پاکستان کې د القاعده دخوندى ځاېونو په باب اندېښنه وښودله.
د امرېکا د سمندرى قواو ستر جنرال ملېن ووېل افراطېان نه ېوازې په افغانستان کې برېدونه کوى بلکه په پاکستان کې دننه ېې هم کوى.
هغه د پاکستان پر جمهوررئېس او دهغه پر نظامى سلاکارانو غږ وکړ چې له دغى ستونزې سره مخامخ او نېغه په نېغه مقابله وکړى.