د کېنېا د روان سېاسی بحران د دېپلوماتېکی حل لپاره کوښښونه دوام لری. دغه بحران تقرېبا دوه هفتی مخکی په کېنېا کی د انتخاباتو نه وروسته را پېدا شو او شخړو او فسادونو کی تراوسه پوری پنځه سوه خلک وژل شوی دی.
د مخالف گوند مشر، رېلا اوډېنگا، د افرېقاېې اتحاد دمشر جان کوفور سره نن هم خبری کوی.
په دی خبرو کی د افرېقا څلور پخواني جمهور رېسان برخه لری او د امرېکا ېو لوړ رتبه استازی او په خارجه وزارت کی د افرېقاېې امور مسول، جېنډې فرازر هم خپل کوښښ کوی چه دا بحران د خبرو له لاری حل شی.