د افغانستان د طالبانو یو پخوانی قوماندان، اولسوال مقرر شوی دی

د افغانستان د طالبانو یو پخوانی قوماندان چی د طالبانو څخه جلا سوی او د ناټو په رهبری قواو سره یې همکاري کړې ده، اولسوال مقرر شوی دی.

د افغانستان مقاماتو نن وویل چی عبدالسلام به د هلمند د ولایت د موسی قلا اولسوال شي، چی د تقریبا یوه کال راهیسی د طالبانو په لاس کی وه.

طالب توندروانو د ډسامبر پر څلورمه د ایتلاف د قواو د حملې څخه وروسته له دغی اولسوالی څخه خپلی قواوی پر شا کړې.

پرون د هلمند په ولایت کی د افغانستان مقاماتو وویل د سړک د غاړی د یوه بمب په چاودنه کی څلور تنه وژل سوي دی.

دغه مامورین وایی پولیسو د نادعلی په سیمه کی دغه بمب کشف کړ، مگر مخکی له هغه چی دوی یې خنثی کړي هغه وچاود. په وژل سویو کسانو کی دوه پولیس او دوه تنه ملکیان دي.