کرزى اومشرف ژمنه کوي چې د افراطېانوخلاف  جگړه کې زېاته  همکارى و کړى

دافغانستان جمهوریس حامد کرزي او د پاکستان جمهوریس پرویز مشرف ژمنه کړې ده چی د ټروریسټاو او افراطیانو سره په جگړه کی به د استخباراتو شریکول زیات کړی. دواړو مشرانو نن په اسلام اباد کی سره وکتل. ښاغلي کرزي وروسته وویل په د ې وروستیو شپو ورځو کی د افغانستان او پاکستان پر سرحد باندی د توندروانو حملې کمی شوي دی، مگر دا یې وویل چی دغه توندروان دواړه هیوادونه تباه کوی. جمهوریس مشرف وویل دواړه هیوادونه باید د توندرو ډلو او افراطیانو پر ضد له ېوبل سره همکاري سره وکړی. په تېرووختونو کی دواړو مشرانو پرېوه او بل باندی دا تور لگولی دی چی د ټروریزم سره په مبارزه کی پوره کار نه کوی. د افغانستان مقامات وایی توندرو طالبان د افغانستان په خاوره کی د هغه هیواد پر حکومتی قواو او ناټو پر عسکرو باندی د حملو دپاره د پاکستان له خاوری څخه گټه اخلی. پاکستانی مقاماتو دغه تورونه رد کړی دي مگر دا منی چی دغه توندروان په قبایلی سیمو کی چی د حکومت له کنټروله وتلي دي فعالیت کوی.