افغان چارواکېو دوه خارجېان په دې تور نېولى دى چې ملى امنېت ېې تهدېداوه

د افغانستان حکومتی مقامات وایی دوی دوه تنه خارجیان نیولي او پر هغوی یې تور لگولی دی چی د افغانستان ملی امنیت یې تهدیداوه. حکومتی نطاق همایون حمید زاده نن وویل دغه دواړه کسان په دې تازه شپو ورځو کی د هغو فعالیتونو له امله چی د هغوی د وظیفو سره اړه نه لری نیول شوي دی. ده په دې باب نور تفصیل ورنه کړ چی دغو خارجیانو د افغانستان دملی امنیت د تهدیدولو دپاره څه کارونه کول. دا هم نه دي ویل شوی چی دغه نیول شوي کسان د کوم هیواد اتباع دی.