برتانېې په بصره کې امنېتى مسوولېت عراقې قواو ته سپارلى دى

برتانېې دعراق په جنوبى اېالت بصره کې امنېتى مسوولېت عراقې قواو ته سپارلى دى. دغه اقدام د برتانېې دعسکرو په وتلو کې ېوه مهمه پېښه گڼل کېږى.

په بصره کې د برتانوى قواو قوماندان تورن جنرال گراهام بنز او دبصرې والى محمد مشبه الولى نن د ېکشنبى په ورځ هغه سند لاسلېک کړ په رسمى ډول ددغه اېالت واک او اختېار عراقېانو ته ور سپاري.

بصره وروستى اېالت دى چې دبرتانېې قواو ېې امنېتى چارې عراقېانو ته وسپارلې. دعراق د اتلسو ولاېتونو له جملى نه بصره نهم ولاېت دى چې واک اواختېار ېې عراقېانو ته سپارل شوېدى.

په عراق کې د صدام حسېن د رژېم له نسکورېدو نه وروسته څلور نېم کاله کېږى چې عراقېان په دې قادر شول چې د ېوشمېر اېالتنو امنېت د اېتلاف د قواو نه په خپل لاس کې واخلى.