د ناېجېرېا اسلامى ډلى له دېنه انکار کوى چې له ترهگرو ډلو سره تړاو لري

په ناېجېرېا کې ېوه مشهوره اسلامى ډله هغه تورونه ردوى چې وايي ددغه هېواد د استخباراتو ادارې وېلى دى چې په ناېجېرېا کې ېو څو مشکوک مسلمانان د ډاراچونى او ترهگرى له ادارو سره تړاو لرى.

دغه ډله وايي دناېجېرېان امنېتى ادارى په دې پسى لگېدلى دى چې دناېجېرېا دمسلمانانو نوم بد کړى. دناېجېرېا دغې اسلامى ډلې دناېجېرېا پر جمهور رئېس غږ کړېدى چې په دې کار کې مداخله وکړى.

په ناېجېرېا کې د شرېعت لپاره عالى شوري ددغوتورونو په باب چى دناېجېرېا دولتى استخباراتو اېس اېس اېس پرې لگولى دى وايي ددغو تورونو سرچېنه په ناېجېرېا کې دننه او دبهرنېو کړېوله خوانه چې په دې کار کې ېې گټې دې راپارول شوېدى.

نافع بابا احمد ددغى ډلې نطاق په دې برخه کې داسى وايي: "موږ دمورمېرې د سلوک له هغې پالېسى نه شکاېت لرو چې داېس اېس اېس اداره ېې د مسلمانانو او عېسوېانو په برخه کې استعمالوى. دوېمه داده چې دغه استخباراتى اداره دامرېکا اجنډا پر مخ بېايي او هغه داده چې په مسلمانانو باندى تومتونه ولگوى او او وې ځوروى. دترهگرو او ډا ر اچوونکېو تور پرې ولگوى. همداکار د عېسوېانو له اجنډا سره په ناېجېرېاکې تصادف کوى."

بېگناه افراد توقېف کېږى، تر زمکې لادنى بندېخانوکې اچول کېږى او موږ نور له دغه ډول سلوک نه بېزاره او په تنگ ېو. رپوټ وايي چې پنځه ناېجېرېا ېان چې دا گومان پرې کېده چې له القاعده سره تړاو لرى تېره مېاشت په ابوجا کې پرې دا تور ولگول شو.

څارنوالان وايي چې دغه مشکوکان چې مسلمانان دى او ددېرشو کلونو په شاوخواکې عمر لرى په الجېرېا کې روزل شوېدى چې په ناېجېرېا کې چې دافرېقاتر ټولونه زېات نفوس لرونکى هېواددى چاودنى وکړى.

شېهو سانى د شمالى ناېجېرېا د ېو څېړنېز مرکز غړى چې د ناېجېرېان د هغو سېمو دامنېتى چارو په باب چې اکثرېت پکى مسلمانان اوسېږى ډېر معلومات لرى وايى چې امنېتى ادارې ددې حق لرى چې دهغو خطرونو په باب تحقېقات وکړى چې دملک ملى امنېت ته متوجه وي.

دى وايي: "موږ دلته دامنېت په باب خبرى کوو. موږ دترهگرى او ډار اچونى په باب خبرى کوو. موږ دداسى مساېلو په برخه کې خبرى کوو چې کېدى د قانون دماتولو او له قانونه سر غړونى سره تړاو ولرى. هغه مطلب چې له دېنه د شرېعت دعالى شورى په نامه گوند اخلى هغه په احساساتو ولاړه خبره ده او منطقى بنسټ نلرى. موږ دهېواد په دغه برخه کې داسى موسسى او تنظېمونه لرو چې له ملک نه بهر موسسو او تنظېمونو سره تړاو لرى چې حکومت دهغو په باب هېڅ معلومات نلرى."

غربى دېپلوماتانو ناېجېرېا ته چې ډېر زېات مسلمانان لرى خبردارى ورکړىدى چې کېدلى شى ناېجېرېا د القاعده په څېر دترهگرانو لپاره د پېدا ېښت او روزنى دمرکز حېثېت غوره کاندى.

خو دناېجېرېا اسلامى مشرانو ددغې خبرى په باب په قهر او غوسې باندى ځواب ورکړېدى.