هالنډ په افغانستان کې دخپلو عسکرو دوره اوږده کړیده 

دهالنډ حکومت دافغانستان په جنوب کې دخپلو عسکرو دوره اوږده کړیده چې هلته ددوه زره لسم کال پوری دناټو دقواو دیوې برخی په حیث هلته خپله وظیفه سرته رسوی . دهالنډ کابینی دغه پریکړه کړیده او اوس به ئې ددغه هیواد پارلمان دغه پریکړه تصویبوی . دهالنډ ١٧٠٠ عسکر دارزگان په ولایت کې ځای په ځای شویدی چې هلته دناټواو دامریکا په مشری عسکر دېاغی طالبانو په خلا ف جنگیږی . په افغانستان کې دهالنډ دولس عسکر وژل شویدی . دهالنډ خلکو په حکومت فشار راوستی دی چې دخپلو عسکرو ماموریت په افغانستان کې محدود کړی ځکه چې هالنډیان دخپلو عسکرو دتلفاتو په باره کې اندیښنه لری . په روان کال کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شویدی ځکه چې یاغی طالبان غواړی دناټواو امریکا ئې عسکر له افغانستان نه اوباسی او دافغانستان حکومت راوپرزوی .