دهند پولیسان وائې، نن دجمعی په ورځ داتراپردیش دایالت په درو ښارونوپه محکمو کې تقریبآ په یووخت کې دبمونو چاودنی وشوی چې لږترلږه لس تنه پکې ووژل شول . دغه چاودنی دلکنو ، واراناسی او فیض اباد په ښارونو کې شوی خومامورانو ئې دزخمیانو په باره کې تفصیل ورنکړ. په اتراپردیش کې یوه مامور(بریج لال ) وویل، اوه تنه په واراناسی کې ووژل شول . دهند دکورنیو چارو دوزارت مشاوروزیرسریپ راکاش جائسوال وویل، ددی لپاره چې ویره په خلکوکې پیداکړی ښائې چې افراطیانو ددغو حملو پلان جوړکړی وی . واراناسی دهند یو له مقدسوښارونونه دی .زائرین دغه ښارته ورځی او دگنگا په سیندکې ځان پریمنځی چې پدی ښارکې دهندوانو مذهبی مراسم پرځای کیږی . دهند مقامات وائې، افراطیان تل په مذهبی ځایونوحملی لدی لپاره کوی چې داکثریت هندوانواو اقلیت مسلمانانو ترمنځ بی اتفاقی پیدا کړی .