د پاکستان پوځ په ېوه چپا کې په سوات کې ۴٠ سر تېري وژلى دي

د پاکستان پوځ وايي عسکر وېې د طالب پلوه سر تېرو ېو مرکز په شمال لوېدېز سوات کې پاک کړېدى او تر څلوېښتو نه زېات سر تېري ېې وژلى دى.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد ووېل سر تېري په هغو چپاوونو کې ووژل شول چې د هغوى په مرکز باندى په شنگله کې د پوځ له خوانه د سه شنبى او چارشنبى په ورځو کې وشول.

تردې مخکى د پاکستان دکورنېو چارو وزېر ووېل ١٣٠ سر تېرى په تېره اونى کې هغه ووژل شول چې پوځ د ېاغېانو پر سنگرونو باندى بمبارى وکړه.

دا کار پوځ دهغو تېارېو په لړ کې کړېدى چې پر ېاغېانو باندى د ېوې سترې تهاجمى حملى لپاره ځان چمتو کوى.

د سوات د درى ېو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه نه له خپلو کورونو نه وتلى دى چې پوځ له هغوى نه وغوښتل چې له سېمى نه ووزى او که نه نو ملکېانو ته به تلفات ور واوړي.

په سوات کې تېره مېاشت ناکرارى هغه وخت پېل شوه چې د طآلبانو ېو طرفدار مولانا فضل الله د حکومت خلاف جهاد اعلان کړ او خپل پېغامونه د اېف اېم راډېو له لارې نه خپروى.