'امرېکا په احتمالی توگه پاکستان سره خپلو اقتصادی مرستو په کمولو باندی غور کوی'

د امرېکا متحدا اېالات واېې چه د تېری شنبی په ورځ په پاکستان کی د اظطراری حالت د اعلان نه وروسته اوس په احتمالی توگه، پاکستان سره خپلو اقتصادی مرستو په کمولو باندی غور کوی.

د امرېکا د خارجه وزارت وېاند شان مېکورمېک خبرېالانوته د سه شنبی په ورځ ووېل چه د امرېکا د حکومت د مربوطه ادارو مامورېن پاکستان سره د اقتصادی مرستو په باب له سره تجدېد نظر کوی.

خارجه وزېری کانډولېزا راېس ددی ا قدام د امکان په اړه په په روانه هفته کی په خپله وېنا کی اشاره کړی وه، مگر د خارجه وزارت وېاند دا خبره هم وکړه که امرېکا دا کار وکړی نو ډېر امکان شته چه د ټرورزم په خلاف به د امرېکا توان او قدرت کم کړی او ېا دا چه خپل سالمېت ته به ېې زېان ورسېږی.

د امرېکا حکومت د کال ېو دپاسه دوه زره مېلادی نه ورسته تراوسه پوری پاکستان ته د القاعدی د ټرورېستی شبکی په خلاف د جنگ په منظور د لسو ملېاردو ډالرو نه زېاتی پېسی ورکړی دی.

د سه شنبی په ورځ امرېکاېې مامورانو اعلان وکړ، اوس هم په دی باور دي چه بل کال د جنورئ تر نېماېې پوری به په پاکستان کی پارلمانی انتخابات وشی.

د امرېکا سفېرې انی پېټرسن په اسلام اباد کی د پاکستان د انتخاباتو د کمېسون د رېس سره وکتل او ور څخه ېې وغوښتل چه د پلان سره سم باېد پارلمانی انتخابات وشی.