د پاکستان امنېتى قواوې مظاهره چېان وهى او تر اوسه ېې پنځه لس سوه توقېف کړېدى

د پاکستان امنېتى قواو له اوښکوبهوونکېو گازو او کوتکېو نه کا ر واخېست چې هغه وکېلان ووهى چې نن ددوشنبى په ورځ د اضطرارى حالت خلاف چې جنرال پروېز مشرف اعلان کړېدى، مظاهرې کوى.

د مظاهره چېانو او پولېسو ترمنځ ستراخ و ډب د لاهور په ښار کې پېښ سو.

په دغه ښار کې تز زرو نه زېاتو وکېلانو د سترې محکمى مخى ته مظاهره وکړه.

هغوى نارې وهلى چې مشرف ! ولاړشه ! مشرف ! ولاړشه ! پولېسو د کراچى په ښار کې هم پر مظاهره چېانو برېد وکړ اوپه سوونو ېې په کراچى او راولپنډى کې راغونډ کړل او وې نېول.

په کراچى کې پولېسو د(عوام ) په نامه مشهورې ورځپانى په چاپخانه چپاو ور وړ او بنده ېې کړه.

د پاکستان حکومت داخبره رد کړه چې جنرال مشرف په کورکې نظربند دى، د پوځ ېوه چارواکى داخبره ټوکه وبلله.

چارواکېو ووېل چې دى د جمهورى رېاست په ماڼى کې دى او نن ېې له خارجى دېپلوماتاتو سره ملاقاتونه وکړل چې د شنبى په ورځ خپله فېصله د اظطرارى حالت داعلانو په باب ورته توضېح کړى.

ښاغلى مشرف د شنبى په ورځ ووېل چې ده اضطرارى حالت ددې لپاره اعلان کړ چې د افراطېانو د حملو او افراطېت مخه ونېسى او په قضايېى نظام کې د سېاست مخه ونېسى.

د مشرف د حکومت ناقدان وايي چې هغه کوشش کاوه چې په هغه فېصله باندى گوزار ړومبى کړى چې په ستره محکمه کې د هغه بېا انتخابېدو په قانونى توب باندى کېدله. جنرال مشرف تېره مېاشت په داسى حال کې بېا د پنځو کلونو لپاره انتخاب سوچې د پوځ مشرهم و.

د تېرې شنبى دورځې راهېسى پولېسو په سوونو کسان چې په هغو کې وکېلان او دمخالفو گوندونو غړى شامل دى را غونډ کړي او توقېف کېړدى.

په ازادو مطبوعاتو باندى بندېز لاتراوسه پورې دوام لرى. په ېوه خبرى کنفرانس کې دپاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز ووېل حکومت دېته متعهد دى چې انتخابات په خپل ټاکلى وخت ېعنى دراتلونکى کال د جنورى په مېاشت کې وکړى.

خو هغه ووېل کېدلى شى ېوکال وخت پکاروى چې په پارلېمان کې انتخابات وشى.