د کال ١٩٦١ د اکټوبر پر یو دېرشمه، پنځه کاله وروسته له هغه چی د شوروی اتحاد مشر نیکیتا خروسچیف د کمونیسټ گوند په شلمه کنگره کی سټالینزم وغانده، د جوزف ستالین مومیایی سوی مړی د ماسکو په سره میدان کی د لینین له مقبرې څخه وایستل سو.
کله چی په کال ١٩٢۴ کی ولادیمیر لینین مړ سو نو د هغه مومیایی سوی مړی د کرملین له دېوال سره په یوه خاصه مقبره کی کښېښودل سو.
د لینین څخه وروسته جوزف سټالین قدرت ته روسېدی او هغه درې لسیزی پر شوروی اتحاد باندی په وچ زور حکومت وکړ.
په میلیونونو شورویان یې، چی د ده د بېرحمانه سیاسی او اقتصادی پالیسیو سره یې مخالفت کاوه یا اعدام کړل او یا یې د کار په کمپونو کی ووژل.
خو سټالین دغه راز په دوهم نړۍ وال جنگ کی د نازی جرمني په مقابل کی د هیواد څخه دفاع وکړه او شوروی اتحاد ته یې بری ور په برخه کړ، او کله چی په کال ١٩٥٣ کی مړ سو نو د لینین سره په یوه مقبره کی کښېښودل سو.
خو د سټالین له مرگ څخه څو کاله وروسته د شوروی اتحاد مشرانو په یوه سلا د هغه بېرحمانه پالیسی وغندلې.
د هغه مړی یې د کال ١٩٦١ د اکټوبر پر یودېرشمه د مقبرې څخه را وایست او په یوه جلا قبر کی یې ښخ کړ.