د کال ١٧٥٥ د نوامبر پر لومړۍ نېټه، د پرټگال په پایتخت کی یوه سختي...

د کال ١٧٥٥ د نوامبر پر لومړۍ نېټه د پرټگال په پایتخت لیزبن کی یوه سختي زلزلې پنځوس زره تنه ووژل. ددغی زلزلې څخه وروسته ټول تباه سوی ښار بیرته له سره جوړ سو.

که څه هم چی په هغه وخت ددغی زلزلې سختوالی د ریختر په مېچ اته درجې اټکل سوی دی، خو څرنگه چی دزلزلې د درجې د ثبتولو وسایل موجود نه وه نو سړي ته یې دقیقه اندازه نه معلومېږی خو ټکانونه یې تر المغرب پوری احساس سول.

د ساحل سره نیژدې د شلو فوټو په لوړوالي څپې ښارته ورغلې او په زرهاو کسان یې ووژل. پر ډېرو زیاتو کسانو باندی د کلیساگانو ودانۍ را ونړېدلې، ډېر کسان په خپلو کورونو کی تر خاورو لاندی سول، په ټول ښار کی اورونه ولگېدل او ډېر زیات کسان یې وسوځول.

د توندو بادونو له امله د اور لمبې ډېری ژر خپرې سوې، شاهی قصر او ډېر زیات کورونه یې وسوځول. د اورونو لمبو د دغه ښار ډېر زیات تاریخی هنری آثار او کتابونه له منځه یوړل.

د لیزبن ډېر اوسېدونکي او له بندیخانو څخه تښتېدلي بندیان سمدستی له ښاره څخه ووتل.

ددغی سختی زلزلې له امله د مړو شمېر دلسو څخه تر پنځوس زرو کسانو پوری اټکل کېږی.