نن دوېمه ورځ ده چې د ترکېې جنگى هېلېکوپټرونه د کردى ېاغېانو په مشکوکو سنگرونو باندى ډزې کوى

نن دوېمه ورځ ده چې د ترکېې جنگى هېلېکوپټرونه د کردى ېاغېانو په مشکوکو سنگرونو باندى د ترکېې په جنوب ختېځه سرحدې سېمه کې ډزې کوى.

عېنى شاهدان وايي هېلېکوپټرونو د سرناک په سېمه کې نن د سه شنبى په ورځ په غرونو باندى پرواز کاوه او له همدغى سېمى نه تور لوگى هواته ختل.

دترکېې لومړى وزېر طېب رجب اردوگان وايي ترکېه دېته مجبوره وه چې دترهگرى خلاف نظامى اقدامات وکړى.

هغه په پارلېمان کې د خپل گوند خلکو ته په وېنا کې پر امرېکا باندى غږ وکړ چې امرېکا دې د هغو کردى ېاغېانو خلاف چې دعراق په شمالى کې دېره دى په بېړه اقدامات وکړى.

ښاغلى اردوگان بله اونى واشنگټن ته سفرکوى چې په همدې مسله باندى له جمهوررئېس جورج بش سره ملاقات وکړى. دتېرې دوشنبى دورځى راهېسى درى ترکي عسکر په جگړو کې وژل شوېدى.

څلورم ترکى عسکر ددوشنبى په ورځ دعراق د سرحد په شمال کې د ېوه ماېن په چاودنه کې ووژل شو. وېل کېږى چې دغه ماېن ېاغېان اېښى و.