په هند کې پنځه پنځوس ملېونه ماشومان له څوار لس کلنى نه کم عمر کې کار کوى

د جامو د پرچون خرڅولو ېوه ډېره مهمه نړېواله کمپنى په دې خبره شوېده چې هغه جامى چې دوى ته له هند نه راځى او د دوى نښان ورباندى دى هغه په هند کې پرماشومانو باندى جوړېږى.

دغه کمپنى لوړه کوى چې تردى وروسته به په دغه برخه کې اقدامات وکړى.

د گېپ په نامه ېوې کمپنى دا خبره تصدېق کړېده چې هغه څوک چې دوى ته مال برابروى هغه له بل چاسره قرارداد کړېدى او لس کلنو هلکانو په شاوخواکې ماشومانو باندى په ډېر و بدو شراېطو کې کار کوى.

د کمپنى چارواکى وايي هغه جامى چې د ماشومانو له خوانه جوړې شوې وي هغه به له کاره وغورځول شى. د گېپ کمپنۍ په امرېکا کې تردرو زرو نه زېاتې مغازې لرى.

دغې کمپنى ته تقرېبا دوه زره افراد او کمپنى جامى برابروى. په دې جمله کې دوه سوه قراردادېان ېوازې په هند کې دى. نېرج سېټ په هند کې د ښوونى او روزنى او دماشومانو د حقوقو مشر وايي دا ېوازېنى پېښه نده.

ملگرى ملتونه وايي چې هند په نړى کې تر نورو هېوادونو نه له کم عمره هلکانو او ماشومانو نه زېات کاراخلى.

د ملگرو ملتونو رپوټ وايي ددغه هېواد د اقتصاد پنځمه برخه په هغو پنځه پنځوس ملېونو ماشومانو پورې اړه لرى چې له عمرونه ېې له څوارلس کلونو نه کم دى.

د گېپ کمپنى وايي دوى د ا پلان لرى چې ډېر ژر خپل قراردادېان په هند کې را ټو ل کړى او په دې خبره ټېنگاروکړى چې په ماشومانو باندى کار کول منع دى.