افغان ماموران وائې، د افغانستان په ختیځ کې د امریکا په مشری د ائتلاف او افغان قواو سره په نوو جگړو کې لږترلږه شل یاغی طالبان وژل شویدی.
د افغانستان د دفاع وزارت نن د یکشنبی په ورځ وویل، دغه یاغیان په هغو نوو عملیاتو کې ووژل شول چې امنیتی قواو دپاکستان سره دافغانستان سرحد ته نژدی په ختیځ ولایت کنړکې شویدی.
ویل کیږی چې په دوه ورځینو نښتوکې یوملکی کس وژل شوی اودری نورزخمیان دی. دغه تلفات د افغانستان په ختیځ کې وروسته له هغې واوښتل چې دائتلاف قواو وویل، دوی دیرش یاغی طالبان دافغانستان په جنوب کې ووژل.
ناټو او امریکائې عسکر د یاغی طالبانو سره اکثره نښتی دافغانستان په جنوب او ختیځ کې کوی.
د یو د پاسه ددوه زرم کال نه راپدی خواچې طالبان پکې له قدرت نه راوپرزول شول، یاغی طالبا نو ځانمرگی حملی، دسرک دغاړی د بمونو د چاودنی او برمته کول زیات کړیدی.